د افغانستان کرکټ بورډ وایې چې، د کرکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې د اتلانو جام«چمپینز ټرافي»نن(سه شنبې، د لېندۍ۶مه) له اماراتو څخه کابل ته راوړل شو.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رویداد خبري اژانس ته وویل، د ټرافۍ را رسېدو او بدرګې لپاره د ملي لوبډلې یو شمېر پخواني او ځوان لوبغاړي د کابل هوایي ډګر ته ورغلي وو.
د سادات په خبره دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به نورو تاریخي سیمو کې نندارې ته وړاندې شي.
بلخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله لوبډلمشر وایې، چې د راتلوونکې اتلانو جام سیالیو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی او ښې لوبې به ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې ده او په پلان کې ده چې دغه جام د ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې پیل شي.
افغانستان به د یاد جام سیالیو په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره سیالۍ وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس