دفاع وزارت وایي په هلمند ولایت کې ۱۹ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ طالبانو دهلمند ولایت په ناوې، ګرشک او نادعلي ولسوالیو اړوند سیمه کې افغان ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
د یاد وزارت په خبرپاڼې کې لیکلي:” د هوایي ځواک په ملاتړ د یاد ولایت ناوې ولسوالۍ “مومن خان” سیمه کې ۹ طالبان وژل شوي، نادعلي ولسوالۍ “نو اباد سیمه” سیمه کې ۴ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شول او ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۲ طالبان وژل شوي.”
دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې بریدونه کې د طالبانو ۴ میله کلاشینکوف، یو میل پيکا یو راکټ، هم له منځه تلي دي، او یو میل کلاشینکوف یوه پایه ایکم مخابره او یو موټر سایکیل افغان ځواکونو لاسته ورغلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس