Home » افغانستان » بېوزلي او سوړ بازار ته د سوداګرو ښځو اندېښنه

بېوزلي او سوړ بازار ته د سوداګرو ښځو اندېښنه

یو شمېر ښځو وروسته له دې چې د ا.ا له خوا پرې کاري بندیزونه ولګېدل، سوداګرۍ ته مخه کړه. دوی د سوادګریز بازار له کموالي شکایت کوي او وایي چې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې خلک  کم بازار ته لاړ شي.

هغوی له حکومت څخه غواړي چې د دوی له مخې ځنډونه لرې کړي او له دوی څخه په کاري برخه کې ملاتړ وکړي.
اوس مهال چې یو شمېر ښځو وروسته له دې چې د ا.ا له خوا ورباندې په کاري او تحصیلي برخه کې بندیزونه ولګېدل، سوداګرۍ ته مخه کړه، دوی غواړي چې له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي. دا متشبثې ښځې د بازار له کموالي شکایت کوي او د بېوزلۍ تر ټولو اصلي لامل یې بولي.

رقیه حیدري، هغه ښځه چې له خپلو ماشومانو سره د کابل په یو بازار کې ښځینه  توکي پلوري، وایي مخکې له دې یې په یو شخصي بنسټ کې کار کاوه، خو له سیاسي بدلونونو وروسته بېکارۍ او بېوزلۍ اړ کړې چې په کمه سرمایه خپل کار وکړي.

 رقیه زیاتوي: “مخکې له دې مې په یوه شخصي موسسه کې په لوړ معاش کار کاوه، زما زده‌کړې د کمپیوټر ساینس په برخه کې دي، خو اوس د خپلې تحصیلي رشتې خلاف کار کوم. هغه پیسې چې زه یې له دې دوکان څخه لاسته راوړم یوازې زما ورځینۍ ستونزې حلوي.”

همدا راز د لاسي صنایعو پلورونکې، اوریا رضایي وایي: “کمې پیسې ګټم، حالات ښه نه دي، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې خلک کم بازار ته لاړ شي، موږ له له ا.اڅخه غواړو چې دوی د ښځینه له کارونو په هره برخه کې ملاتړ وکړي، تر څو کار په کار پوه کسانو ته وسپارل شي.”

دې ښځو په داسې حال کې سوادګرۍ ته مخه کړې چې د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ویلي چې دوی د سوداګرو ښځو  هر اړخیز ملاتړ کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد ویلي: “ا.ا له سوداګرو ښځو څخه په هره برخه کې هر اړخیز ملاتړ  کوي. موږ د سوداګرو ښځو لپاره لویې خپرونې او نندارتونه جوړوو، تر څو له دې لارو خپلو محصولاتو ته پلورونکي پیدا او وپلوري.”

“هوډ لرو چې په راتلونکې کې به دغو ښځو ته په کابل کې یو لوی بازار جوړوو.”

صنعت او سوداګرۍ وزارت ۸زره ښځو ته د کاري جواز د ورکولو خبره داسې مهال کوي چې د یاد وزارت د وروستي راپور له مخې، په ۱۴۰۱ کې ښځو ته تقریبا ً۲۸۰ کاري جوازونه ورکړل شوي او همداراز د ۱۴۰۲ کال د مرغومي تر پایه ښځو ۱۸۱کاري جوازونه ترلاسه کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...