Home » سیمه او نړی » بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه ورته وسپاري

بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه ورته وسپاري

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت له هندي چارواکو غوښتي چې، د یاد هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه بېرته ور وسپاري.
رسنیو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له قوله راپور ورکړی چې، بنګله دېش هند ته رسمي غوښتنلیک استولی چې تبعید شوې لومړۍ وزیره شیخ حسینه، چې د لاریونونو پر مهال له ۱۵ کلنۍ واکمنۍ لرې شوې اوسمهال ډیل کې ژوند کوي بېرته د بنګله دېش حکومت ته وسپاري.
هندي چارواکو تراوسه د بنګله دېش د یادې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دبنګله دېش غوښتنلیک ور رسېدلی دی.
د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه وروسته له هغه هند ته وتښتېده چې په جولای او اګست کې د خلکو د پراخو پاڅونونو په ترڅ کې له واکه ګوښه شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...