پاکستاني رسنیو نن چهارشنې د سلواغې ۱۸مه راپور ورکړی چې د یاد هېواد په بلوچستان ایالت کې د دوو جلا چادونو په پایله کې لږ تر لږ ۲۵کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د پاکستانۍ خبري شبکې «جیو نیوز» د راپور له مخې چې دا چاودنې د ټاکنو د نوماندانو دفترونو ته نږدې شوې دي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د دغو چاودنو له امله ۲۵ کسان وژل شوي او لږ تر لږ ۴۰ نور ټپیان دي.
تر دې مهال هېڅ ډلې د دغو چادونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
په بلوچستان کې دا چاودنې داسې مهال کې کېږي چې هلته ټاکنو ته یوه ورځ پاتې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس