د رئيسالوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله امنیت تامین او له خاورې یې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.
نوموړي دا څرګندونې پرون سېشنبه ناوخته د (کب په ۳مه) په ارګ کې د ازبېکستان لومړي وزير له مرستيال سردار عمر زاکوف سره په ليدنه کې کړي دي. برادر زياته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متوازن انکشاف تګلاره تعقیب کړې او په خبره يې افغانستان له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ګاونډیانو سره په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو پراختیا غواړي.
د ملا برادر له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو د پراختیا ترڅنګ، د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي، ترانسپورټي او ترانزیټي پروژو د تطبیق د څرنګوالي په اړه هم بحث شوی.
ملا برادر ډاډ ورکړی چې افغانستان له ازبیکستان سره د اقتصادي مناسباتو لا پراختيا ته چمتوو دی او په خبره يې په دې همدې اساس دې په راتلونکي پسرلي کې د (تاشکند- مزار-کابل- تورخم او پېښور) اورګاډي پټلۍ او د سرخان-پلخمري ۵۰۰ کيلو واټه برېښنا پروژو د پيل چارې هم پيل شي.
په همدې حال کې د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال سردار عمر زاکوف هم ډاډ ورکړ چې افغانستان د منځنۍ اسیا عمده او مهم جز دی په خبره يې باید د سیمهییزې اقتصادې پراختیا برخه وګرځي. نوموړي زياته کړه چې هېواد يې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ته ژمن دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس