د اېتوپيا حکومت او مخالفو ټيګري وسلهوالو ترمنځ د افرېقايي هېوادونو د ټولنې يا AU په منځګړيتوب په خبرو کې د بېساري پرمختګ په نتيجه کې، دواړه لوري پر اوربند سلا شوي دي.
فرانس پرېس اژانس په دې اړه خپاره کړي راپور کې د افرېقايي ټولنې په حواله د اوربند دا هوکړه نوی سباوون بللی او زياته کړې يې ده، چې له دې هوکړې سره به په اېتوپيا کې روانه دوه کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېږي.
د راپور له مخې، په اوربند سره به مرستندوی بنسټونو د اېتوپيا په شمال کې ټيګري سيمې ته د مرستو رسولو لړۍ پيل کړي. دعلته د جګړې له امله ۹۰ سلنه خلکو مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده.
د اوربند د هوکړې په اړه د ټيګري د خلکو ازادۍ جبهې يا TPLF او د اېتوپيا حکومت ګډه اعلاميه هم خپره کړې او په کې يې ويلي، چې دغه هېواد يوازې يو وسلهوال ځواک لري.
د اعلاميې له مخې، ټيګري وسلهوال به وسله تسليموي او د اېتوپيا په وسلهوالو ځواکونو کې به د منظم ميکانېزم له لارې ځای پر ځای کېږي.
د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد د اوربند په اړه دا هوکړه خورا مهمه بللې ده. د امريکا په شمول ډېرو هېوادونو د اوربند په اړه د دې هوکړې هرکلی کړی دی.
له دې وړاندې په تېر اګسټ کې هم دواړو لوريو پر اوربند هوکړه کړې وه، خو له دوو مياشتو وروسته اوربند بېرته مات شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس