په ایران کې د حال وش په نامه د بشري حقونو یو بنسټ خبر ورکړی چې، د ایران حکومت د یو افغان په ګډون درې کسان اعدام کړي دي.
د یاد بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، دغه کسان د ایران په یزد زندان کې اعدام شوي دي.
اعلامیه کې راغلي چې یادو کسانو ته د وژلو او د نشه یي توکو اړوندو جرمونو په تور د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده.
د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر اساس سږکال یوازې په اکتوبر میاشت کې د ایران په مختلفو زندانونو کې د ۱۳ افغانانو په ګډو ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس