د بشري حقونو یو سازمان پرون (دوشنبه مرغومي ۱۷مه) په تازه راپور کې ویلي چې د ایران حکومت د هغه ۵۲ سیاسي او امنیتي بندیانو نوملړ خپور کړی چې پرې د اعدام حکم شوی دی.
همداراز په راپور کې د ایران د بشري حقونو فعالینو ویلي چې په سیاسي او امنیتي زندانیانو باندې د اعدام سزا د ایران په ستره محکمه کې تائید شوې او قضیې یې د تطبیق په موخه اجراییې څانګې ته استول شوې دي.
د معلوماتو له مخې، ایران په نړۍ کې تر چین وروسته دویم هېواد دی چې ډېر کسان پکې اعدامېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هه نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان د روانې جنورۍ میاشتې په دویمې نیټې خبر ورکړ چې په ایران کې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۹۰۱ کسان اعدام شوي چې ۷۳ یې افغانان دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس