د بشري حقونو سازمان «حال وش» په دې وروستیو کې د ایران پر پوله د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړی دی.
د دغه راپور له مخې، یکشنبې، د تلې ۲۲مه «شاوخوا ۲۶۰ افغان کډوال د ایران د نظامي ځواکونو د ډزو له امله مړه یا ټپیان شول.»
دغه معلومات د پېښې په ځای کې د دوو عیني شاهدانو له خوا هم تایید شوي. د دغو عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، د ایراني پوله ساتو ځواکونو د کلګان- سراوان په پوله کې د افغان کډوالو په یوې ډلې برید کړی چې غوښتل یې ایران ته دننه شي.
د پېښې له سیمې ترلاسه شوي انځورونه او راپورونه ښيي چې د ډزو پر مهال شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په سیمه کې موجود وو او د عیني شاهدانو په وینا یوازې له ۶۰ تر ۷۰ یې ژوندي پاتې شوي دي.
تر اوسه ایراني ځواکونو او ا.ا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس