Home » افغانستان » اوچا: ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ ميليونه ماشومانو د پوليو ضد واکسین ترلاسه کړی
OCHA

اوچا: ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ ميليونه ماشومانو د پوليو ضد واکسین ترلاسه کړی

د اوچا سرپرست، تاج‌الدین اویوالي پر خپل اېکس لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ میلیونه ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړی، او نږدې ۹۸ سلنه يې تر پوښښ لاندې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې ۱۶.۶ میلیونه د شري او ۱.۶ میلیونه د پینتا-۳ واکسینونه هم ماشومانو تهه تطبیق شوي دي.
روغتیايي مسوولین وایي، چې دا شمېرې د ماشومانو د معافیت د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ پرمختګ ښيي، خو لا هم اړتیا ده چې دا هڅې دوام ومومي.

دوی همداراز ټینګار کوي، چې واکسینونه د ماشومانو د ژوند ژغورلو تر ټولو اغېزمنه لاره ده، او دا بریاوې د نړیوالو او کورنیو شریکانو د ګډو هڅو پایله بللې او د ټولو همکارو بنسټونو له دوامداره ملاتړ څخه يې مننه کړې او ژمنه یې کړې چې له واکسين څخه د هر ماشوم برخمنېدو لپاره به د واکسین پروګرامونه لا پیاوړي کړي.

تاج‌الدین اویوالي ویلي: «واکسینونه ژوند ژغوري، او دا ډول پایلې زموږ د شریکانو ژمنتیا څرګندوي. د هغوی له ملاتړ څخه منندوی یو.»
د يادونې وړ ده چې روغتیايي مسوولین تل ټینګار کوي چې واکسین د هر ماشوم د خوندي راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت ...