Home » سیمه او نړی » امریکا ته د مشروط امتیاز ورکولو لپاره د ایران چمتووالی
امریکا و ایران
امریکا و ایران

امریکا ته د مشروط امتیاز ورکولو لپاره د ایران چمتووالی

ایران اعلان کړی چې له امریکا سره په اټومي خبرو کې د امتیازاتو ورکولو ته چمتو دی، خو د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په وینا، د تهران شرط د بندیزونو لرې کېدل او د یورانیمو د بډاینې حق په رسمیت پېژندل دي.
هم‌مهاله، عمان اعلان کړی چې د ایران او امریکا اټومي خبرې به د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶مه) د سویس په ژنو ښار کې ترسره شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له امریکايي رسنۍ سي‌بي‌اېس سره په خبرو کې ویلي چې له امریکا سره د هوکړې د وړاندیز مسوده لا هم د چمتو کېدو په حال کې ده او تمه لري چې د پنجشنبې په ورځ به له امریکايي استازي، سټیف وېټکاف سره وګوري.

عباس عراقچي ویلي: «موږ هڅه کوو چې د هوکړې مسوده داسې برابره کړو چې د دواړو لورو غوښتنې پکې نغښتې وي. هیله لرو چې د ژنو په لیدنه کې پر دغو مواردو کار وکړو، مناسب متن چمتو او ژر تر ژره هوکړې ته ورسېږو.»
هم‌مهاله، د ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکاف وایي، د امریکا ولسمشر لیواله دی چې پوه شي، ولې ایران لا هم خپل اټومي پروګرام نه دی محدود کړی

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي

نړیوالو رسنیو د بریتانیا د ...