په قطر کې د افغانستان لپار د مريکا مېشت سفارت خبر ورکړی، چې د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې د چټک ملاتړ پروګرام له لارې يې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته سلګونه مرستندويه کڅوړې رسولي دي.
دې سفارت په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، تیره اونۍ د USAID ټیمونه د خپلو شریکانو او سیمهییزو ټولنو په همکارۍ د خوړو، د کور سامانونو او د عاید ترلاسه کولو اړوند توکو په ګدون ۲۶۰ مرستندویې کڅوړې اړمنو افغانانو ته رسولي دي.
امريکا نړيواله پراختيايي اداره په افغانستان کې د چټک ملاتړ پروګرام په چوکاټ کې، د جګړې له هغو ملکي قربانیانو سره چې د خوړو او عایدو له نشتوالي سره مخ مرستې کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس