حماس ویلي چې اسراییلو پرغزې بریدونه کړي چې پرمهال یې د ۶۴ ماشومانو او ښځو په ګډون، ۱۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
یاد کسان پر بیتلاهیه ښار او د غزې تړانګې پر ځینو نورو برخو د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.
بلخوا د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې پر بیتلاهیه د دوی په هوايي برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.
اسراییلو داسې مهال پر غزې بریدونه کړي چې د کیفري نړیوالې محکمې په یوه حکم کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواف ګالانت د نیولو امر وکړ.
په همدې حال کې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له ۴۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۴ زره او ۲۸۰ نور ټپیان دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس