ه افغانستان کې د اروپایي ټولنې څانګې ویلي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو ځای به په افغانستان کې د سرطان د اخته ناروغانو ملاتړ کوي.
د دې څانګې مشرې، رافایلا یودیچه ویلي چې په کابل کې یې د سرطان د درملنې له یوازیني مرکز څخه لیدنه کړې ده.
نوموړې زیاتوي چې اورپایي ټولنه د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو ځای په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د ملاتړ لپاره کار کوي.
په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو شمېر معلوم نه دی، خو د روغتیايي مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۳ زره کسان په سرطان اخته شوي چې د هغو له ډلې ۱۶ زره کسان مړه شوي دي.