Home » افغانستان » ارزګان کې نښتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ارزګان کې نښتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن رسنیو ته وویل، په دې نښته کې چې تېره شپه وشوه افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرک‌ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه: “له دې جلا نن سهار د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د خښ کړای شوي ماین په چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

په ارزګان کې دا نښتې وروسته له دې شوي چې په وروستیو کې په راپورونو کې وویل شول چې ګڼ شمېر طالبان د ترینکوټ په لمنو کې راټول شوي چې پر دغه ښار پراخه حمله وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...