د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت په باغ پل سیمه کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.
دغه وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په یاد ترمینل کې د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د ترمینل پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس