وسلوالو نن شاوخوا لس بجې د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید کړی، چې له امله یې تر اوسه د دوو کسانو د وژل کېدو رپوټ ور کړل شوی، خو پاکستانیو پولیسو ویلي، څلور واړه بریدګر یې چې په درنو وسلو سمبال وو، وژلي او اوس ودانۍ کې د نورو بریدګرو په لټه کې دي.
وسله والو برید د ونډو بازار اصلي ودانۍ ته د لاسي بمونو په ورغورځولو پیل کړی.
خو د پاکستان د ونډو بازار مشر عابد علي حبیب ویلي، بریدګر لومړی د موټرو تمځي ته ننوتلي او له هغه ځایه یې ډزې کړې دي.
رپوټونه وايي، له بریدګرو هم ځینې کسان وژل شوي، خو برید لاهم دوام لري.
تر اوسه د برید مسئولیت چا نه دی منلی او بریدګر هم نه دي مشخص شوي چې څوک دي.
د پاکستان جیو تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویلي، د ودانۍ د ننه کسان له شاتنۍ دروازې په خوندي توګه ایستل شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس