د کابل امنيه قومنداني وايي، امنيتي ځواکونو د ښار اوومې حوزې په جای رئيس سيمه کې د رامين په نام يو کس د ۳ ښځو د وژلو په تور نيولی دی.
د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رويداد ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تورن کس ځان د وژل شوو ښځو د عملي موټروان ښودلی او د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې يې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
ځدراڼ زياته کړې چې له نيول شوي کس د لا زياتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه څېړنې اوس هم دوام لري.
تېره شپه د (سلواغې په ۱۹مه) د کابل ښار اوومې حوزې اړوند په جای رئيس سيمه کې درې ښځې د نامالومو کسانو له لوري وژل شوي. په وژل شوو ښځو کې يوه يې مور او پاتې دوې هغه يې لوڼې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس