په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې او ویلي دي چې روان تاوتریخوالی پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کوي.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.
افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.
دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.
دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي. طالب لوری افغان حکومت ددې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس