راپورونه وايي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو لخوا، د پاکستان د پوليسو ۲۰تنه روزنیز زدهکوونکي تښتول شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یاد زدهکوونکي د کلات د پولیسو په روزنیز مرکز کې د روزنې پر مهال وو او د اونۍ پای رخصتۍ لپاره په یوه مسافر وړونکي موټر کې خپلو کورونو ته روان وو، چې د کوټې–کراچۍ پر لویه لاره پر موټرسایکلونو سپرو وسلهوالو له خوا تر درولو وروسته تښتول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د بلوچستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وسلهوالو دغه زدهکوونکي له موټر سره یوځای نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
راپور زياتوي چې، موټر چلوونکی او درې نور مسافر خوشې شوي دي، خو د تښتول شویو کسانو د برخلیک او د پېښې د مسوولیت منلو په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس