Home » سیمه او نړی » پاکستاني پوځيانو په بلوچستان کې عام وګړي پر ډزو وژلي

پاکستاني پوځيانو په بلوچستان کې عام وګړي پر ډزو وژلي

د بلوچستان ځايي اوسېدونکي وايي، د پاکستان ترهګرۍ ضد پوځيانو د يو لړ عملياتو پرمهال په ژوب کې پر عامو خلکو ډزې کړي دي.

د دوی په خبره ياده پېښه پرون چهارشنبه ناوخته د (کب په ۴مه) د ژوب اړوند په شهابزي کلي کې رامنځته شوې او په ترڅ کې يې څلور تنه عام وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيا شوي دي.

د دې پېښې په غبرګون کې ځايي اوسېدونکو له پرون راهيسې اعتراض پيل کړی او د وژل شويو کسانو جسدونه يې د ژوب او کووټې ترمنځ پر غځېدلي سړک ايښي او ياده لار يې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د بلوچستان ځايي چارواکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي، چې د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو د وژل کېدو قضيې په اړه څېړنې کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...