د میکانیکي ټلوېزیون لومړنۍ بریالۍ عمومي ننداره په ۱۹۲۶ میلادي کال کې د سکاټلنډي پنځوونکی جان لوګي برډ لخوا ترسره شوه.
دا یوه حیرانوونکې پنځونه وه چې نړۍ ته یې یوه نوې دریڅه پرانیستله. هغه ورځ ښايي هېچا فکر نه کاوه چې دغه وسیله به چې په پیل کې یې ساده او لومړني انځورونه نندارې ته وړاندې کول، یوه ورځ د انسان د ژوند پر یوه اړین ملګري بدله شي؛ داسې وسیله چې واټنونه یې راکم کړل، د نړۍ پېښې یې د خلکو کورونو ته راوړې او میلیونونه کسان یې د ګډو شېبو نندارې ته کېنول.
یاد بهیر په پای کې دې ته لاره هواره کړه چې د ټلوېزیون د ارزښت د نمانځنې لپاره یوه ځانګړې ورځ ونومول شي؛ په همدې موخه د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د نومبر ۲۱مه د ټلوېزیون د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله.
ورته مهال، ټلوېزیون د خپل تاریخ په اوږدو کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوی دی. د ټولنیزو شبکو پراختیا او د ځیرک ټیلیفونونو د کارونې زیاتوالي معلوماتو او انځوریزو خپرونو ته د خلکو د لاسرسي تګلاره بدله کړې او د ټلوېزیونونو د پلور بازار یې هم کم رنګه کړی دی.
د ټلوېزیونونو یو پلورونکی سید عمران چې شاوخوا لس کاله یې په دې برخه کې فعالیت کړی وايي، د تېرو کلونو په پرتله د ټلوېزیونونو پلور کم شوی چې یو اصلي لامل یې د مجازي پاڼو پراختیا ده، هغه وايي: «اوسمهال د تېرو کلونو په پرتله د ټلوېزیونونو پلور کم شوی او زما په اند د دې وضعیت اصلي لامل د مجازي پاڼو پراختیا ده».
ورته مهال، یو شمېر خبریالان چې له کلونو راهیسې د ټلوېزیون له پردې څخه د پېښو روایت کوونکي وو، په دې باور دي چې د پخوا په پرتله دې رسنۍ ته د مخاطبینو پام کم شوی دی. دوی وايي، ټولنیزو شبکو او مصنوعي ځیرکتیا د اړیکو په نړۍ کې نوې پولې پرانیستې او معلوماتو او انځورونو ته یې د خلکو د لاسرسي تګلاره بدله کړې ده.
خبریال احمد رشاد زریر رویداد خبري اژانس ته وايي: «ټلوېزیون د نړۍ د اړیکو او مخابراتو له پرمختللو ټکنالوژیکي وسایلو څخه یو دی. د ټلوېزیون نوم او هغه مفهوم چې تر شا یې پروت دی، زما لپاره ارزښتناک او د تېر وختونو د خاطرو یوه برخه ده؛ خو باید یو حقیقت ومنو. لکه څنګه چې د ورځپاڼو یو پړاو و او وروسته راډیو او ټلوېزیون ډګر ته راغلل، نن ورځ ټلوېزیون په نړۍ کې د معلوماتو او اړیکو پر یوې کمې کارېدونکې وسیلې بدل شوی؛ ځکه چې له ګڼو سیالو وسیلو سره مخ دی.»
ورته مهال، یو شمېر نور خبریالان بیا په دې باور دي چې ټلوېزیون لا هم په ټولنه کې خپل اړین ځای لري او د باوري معلوماتو په خپرولو او د ملي باور په رامنځته کولو کې د پام وړ ځواک څخه برخمن دی. خبریال ساحل اندېشور زیاتوي: «ټلوېزیون په نننۍ نړۍ کې د ټولنیزو شبکو او انلاین رسنیو په څېر له پیاوړو سیالانو سره مخ دی؛ خو زما په باور، ټلوېزیون لا هم په ټولنه کې اړین ځای لري، په ځانګړې توګه د باوري معلوماتو په خپرولو، د مسلکي او با تجربه کاري ټیم په لرلو او د ملي باور په رامنځته کولو کې.»
ورته مهال، یو شمېر ښاریان هم په ټولنیز ژوند کې د ټلوېزیون پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، د ټولنیزو شبکو له پراختیا سره سره خلک باید د معلوماتو په خپرولو او عامه پوهاوي کې د دې رسنۍ رول له پامه ونه غورځوي. د کابل اوسېدونکی احمد وايي: «ټلوېزیون د معلوماتو په رسولو کې اړین رول لري خو کارونه یې کمه شوې ده؛ ځکه زموږ ځوانانو ډېری ټولنیزو شبکو ته مخه کړې ده. په کورونو کې مشران بیا اکثره خبرونه د ټلوېزیون له لارې تعقیبوي. خو ډېره ښه ده چې خلک ټلوېزیون هم وګوري؛ ځکه د ټلوېزیون له لارې له بېلابېلو خبرونو او پېښو څخه خبرېدای شو.»
دغهراز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ټلوېزیون د نړۍوالې ورځې په مناسبت د رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او وايي، په تېرو پنځو کلونو کې څه باندې دوه سوه رسنیو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.
د ټلوېزیون د نړۍوالې ورځې په رارسېدو سره د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر حجتالله مجددي هم د معلوماتو په خپرولو او د عامه پوهاوي په برخه کې د ټلوېزیون پر رول د ټینګار ترڅنګ، د انځوریزو رسنیو اقتصادي ستونزو او د امکاناتو کمښت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مجددي رویداد خبري اژانس ته وايي: «ټلوېزیون د عامه پوهاوي، معلوماتو خپرولو او د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس کې اړین رول لري. د امکاناتو او تجهیزاتو د کمښت او اقتصادي ستونزو له شتون سره سره د دې برخې فعالان په ژمنتیا او مسوولیت پالنې سره لا هم خپلو رسنیزو دندو ته دوام ورکوي او د خپلو پرلپسې هڅو له لارې یې ځانونه د انځوریزو رسنیو په ټولګه کې په نوې او مسلکي بڼه له نړۍوالو سټنډرډونو سره وصل ساتلي دي».
نن د ټلوېزیون د نړۍوالې ورځې په رارسېدو سره پوښتنه یوازې د دې رسنۍ د تېر تاریخ په اړه نه ده، بلکې د راتلونکي په اړه یې هم ده. ایا ټلوېزیون به د اړیکو د ډېرو نورو وسیلو په څېر د هېرېدو له برخلیک سره مخ شي او که په نوې بڼه او چوکاټ کې به لا هم د نړۍ د پېښو روایتګر پاتې شي؟
د دې پوښتنې ځواب به د نړۍ د راتلونکو کلونو بدلونونه روښانه کړي.
راپور: مریم تیموري
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس