د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، چې د «ابادي» پروګرام له لارې یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۸.۳ میلیونه کسانو ته پراختیايي او ټولنیز خدمات وړاندې کړي دي.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، د یاد پروګرام په چوکاټ کې د ۲۸ زره او ۶۰۰ کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ شوی او تر څنګ یې څه باندې ۶۴ زره کاري فرصتونه رامنځته شوي، چې له ډلې یې ۵۱ زره ښځو ته ځانګړي شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د «ابادي» پروګرام د بورډ په اتمه غونډه کې نړیوالو شریکانو، د جاپان سفارت او اروپایي ټولنې په ګډون، د سیمهییزو اړتیاوو پر بنسټ د ګډو پراختیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا او اغېزمنتیا ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس