د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د بشري مرستو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي. بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جسوال په اېکس پاڼه کې ویلي، میسري ټینګار کړی چې د افغانانو بشري اړتیاوو ته باید لا هم لومړیتوب ورکړل شي. نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) رول هم ستایلی دی.
د معلوماتو له مخې، میسري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماموریت سره د هند د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان له بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او نړیوالې ادارې د افغانانو د پام وړ بشري اړتیاوو په اړه خبرداری ورکوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس