د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او ددې اړتیا ده چې جګړه ختمه شي او پر ځای یې د سولې خبرې چټکې کړل شي.
جي شنکر ویلي هند په سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او دغه هېواد به یواځې پرې نه ږدي.
د شنکر په خبره له افغانستان سره به په بېلو برخو کې همکاري کوي او همدا راز هڅه کوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع هم پياوړې کړي.
په دې لیدنه کې حنیف اتمر هم ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
هغه له هند سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی او زیاتوي چې هند به بېلو برخو کې له افغان حکومت سره رغنده همکارۍ کولی شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس