Home » افغانستان » هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي
صنعتي غوړي

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې یې دوه کسان د صنعتي غوړیو د بسته‌بندۍ او د خوراکي او پخلي غوړیو په نوم د پلورلو په تور نیولي دي.

د دغه وزارت په وینا، نیول شویو کسانو هغه صنعتي غوړي چې د چرګانو فارمونو او د صابون جوړولو په صنعت کې کارول کېږي، په بېلابېلو بڼو بسته‌بندي کول او د خوراکي غوړیو په توګه یې بازار ته وړاندې کول.

وزارت زیاتوي، د دغو غوړیو د پروسس یو مرکز او څو ګودامونه یې هم کشف کړي او له نیول شویو کسانو څخه یې شاوخوا ۳ زره او ۲۰ لیټره صنعتي غوړي ترلاسه او ضبط کړي دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د طبیعي ګازو لپاره د پانګونې نوی فرصت

د راپورونو له مخې، د ...