Home » دسته‌بندی نشده » نن د جون ۳۰مه؛ د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده
جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ

نن د جون ۳۰مه؛ د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده

نن د جون ۳۰مه د ټولنیزو رسنیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۱۰ کال کې د امریکايي ډیجیټلي رسنۍ مېشېبل (Mashable )له لوري د خلکو، ټولنو او سوداګریزو بنسټونو په نښلولو کې د ټولنیزو رسنیو رول ستایلو په موخه نمانځل کيږي.
اوس دا ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ډیجیټلي اړیکو، معلوماتو د شریکولو او عامه پوهاوي د ارزښت د یادونې په توګه نمانځل کېږي.

دمالوماتو پر بنسټ، په نړۍ کې شاوخوا ۵.۶۶ میلیارده کسان ټولنیزې رسنۍ کاروي، چې د نړۍ له ۶۸ سلنې څخه زیات نفوس جوړوي.
فېسبوک، وټساپ، انسټاګرام، یوټیوب، ټیک‌ټاک، اېکس (پخوانی ټویټر) او لینکډاېن د نړۍ له مشهورو ټولنیزو پلاتفورمونو څخه دي. ټولنیزې رسنۍ نن یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د سوداګرۍ، زده‌کړو، خبرونو، عامه پوهاوي او د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره هم مهم رول لوبوي، خو کارپوهان د دغو پلاتفورمونو د خوندي او مسؤلانه کارونې پر اړتیا هم ټینګار کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امنیت شورا نن د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه رایه‌اچونه کوي

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو ...