Home » سیمه او نړی » ناسا: د اګست په ۱۲مه به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي
ناسا

ناسا: د اګست په ۱۲مه به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي

ناسا اعلان کړی چې د اګست په ۱۲مه (د اسد ۲۱مه) به بشپړه لمرګرځېدنه رامنځته شي، چې د ګرینلنډ، ایسلنډ، د روسیې شمالي سیمو، د اتلانتیک سمندر، هسپانیې او د پرتګال د یوې کوچنۍ برخې اوسېدونکي به یې په بشپړه توګه وویني.
د شمالي نیم‌کرې په ګڼو نورو سیمو، لکه د امریکا په ځینو ایالتونو، د کاناډا په ډېرو برخو، د اروپا په پراخو سیمو او د افریقا په شمال‌لوېدیځ کې به بیا لمرګرځېدنه په جزوي ډول د لیدو وړ وي.
ناسا ویلي، د دې نادرې اسماني پېښې ژوندۍ خپرونه به د خپلو بېلابېلو ډیجیټلي پلېټفارمونو له لارې ترسره کړي. د راپورونو له مخې، په دې خپرونه کې به د لمرګرځېدنې د مسیر ژوندۍ انځورونه او د ستورپوهنې له متخصصانو سره مرکې هم شاملې وي، څو خلک وکولای شي دا پدیده له هر ځایه تعقیب کړي.
د دې لمرګرځېدنې ترڅنګ به ناسا یو لړ علمي څېړنې هم ترسره کړي. د لمر د تاج یا (کرونا) د بدلونونو د څېړلو لپاره به د ناسا په مالي ملاتړ یوه څېړنیزه ډله د WB-57 لوړالوتونکې څېړنیزې الوتکې په وسیله د سپوږمۍ سیوری تعقیب کړي، څو د لمر د بهرني پوښ په اړه نوي معلومات راټول کړي.
همدارنګه، د ناسا په ملاتړ د «Nationwide Eclipse Ballooning Project» په نوم یو علمي پروګرام کې به د څو پوهنتونونو محصلان ایسلنډ او هسپانیې ته واستول شي، ترڅو د لمرګرځېدنې له مخه، پر مهال او وروسته علمي بالونونه فضا ته پورته کړي او دا وڅېړي چې د اسمان لنډمهاله تیاره کېدل د ځمکې پر اتموسفیر څه اغېز کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان د تورو ډبرو لومړۍ جوپه امريکا ته صادر شوې

د هرات د ولایت مقام ...