په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا «یوناما» په دایکندي کې د تیرې ورځې سړک غاړې ماین چاودنې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا د سولې پر لور لار نه ده.
د چارواکو په وینا تیره ورځ د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګدون ۱۴ تنه ووژل او درې نور ماشومان یې ټپیان کړل.
یوناما ټینګار کړی چې د دغو غیر قانوني ځکمنیو ماینونو ښخول باید ودرول شي.
په اعلامیه کې ویل شوي:”ددغو غيرقانوني ځمکنيو ماينونو کارول ودروئ.
دا دسولې پرلور لار نده”د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې یوازې په تیره اګست میاشت کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله سل تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
تر دا مهاله ددغه ماین چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس