د ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د جوزجان ولایت د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې او د ګازو د استخراج او پروسس بهیر یې له نږدې څارلی دی.
د افغان ګاز دولتي شرکت د مسوولینو په وینا، اوس مهال په یتیمتاق سیمه کې اووه څاهګانې فعالې دي، چې هره ورځ تر ۶۵۰ زره مترمکعب ډېر ګاز ترې استخراج او له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي.
د مسوولینو په خبره، د پنځو نورو څاهګانو د کیندلو قرارداد له یوه بهرني شرکت سره لاسلیک شوی او عملي چارې یې پیل شوې دي.
ملا عبدالغني برادر د ګازو د استخراج پر مهال د معیارونو پر مراعتولو ټینګار کړی او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي، چې د افغانستان د طبیعي ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس