Home » افغانستان » محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي
محمود خان اڅکزی

محمود خان اڅکزی: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره دې د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي. نوموړي ویلي، که حکومت د افغانستان له لوري د دښمنۍ د چلند کره شواهد وړاندې کړي، نو اپوزیسیون به یې ملاتړ وکړي.
اڅکزي دا څرګندونې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل‌الرحمن په کوربتوب د مخالفو ګوندونو په غونډه کې کړې دي. دا غونډه په داسې مهال کېږي چې د پاکستان اپوزیسیون ګوندونه د ګډې مخالفې جبهې پر جوړولو هم هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي همداراز له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې د سعودي عربستان او ترکیې له لوري د اګست په ۷مه لاسلیک شوي د مکې ګډ دفاعي تړون په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي او وړاندیز یې کړی چې ایران او مصر هم په دې ډول امنیتي چوکاټ کې شامل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه تړون د درې واړو هېوادونو د ګډ امنیت او دفاع لپاره دی او د نورو هېوادونو د احتمالي ګډون موضوع هم مطرح شوې ده

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د افغانستان د آزادۍ تاریخي ورځ

نن چهارشنبه، د زمري ۲۸مه، ...