Home » سیمه او نړی » متحده عربي اماراتو فضا ته پلټونکې بېړۍ ولېږله
رویداد خبري آژانس

متحده عربي اماراتو فضا ته پلټونکې بېړۍ ولېږله

د متحده عربي اماراتو د “هیله” په نوم پلټونکې بېړۍ ته له بریالي توغېدو سره مریخ سیارې ته سفر پیل کړ.

دې بېړۍ ته د (هيله) نوم ورکړل شوی او د جاپان له تانګاشيما ټاپو وتوغول شوه.

تېرو اونیو کې د بدې هوا له امله د دې پلټونکۍ بېړۍ استول دوه ځله ځنډول شوي وو.

ټاکل شوې دغه بېړۍ ۵۰۰ مېليون کيلومتره مزل وکړي او راتلونکی کال مريخ ته ورسېږي.

په متحده عربي اماراتو کې د دې پروژې مشره سارا اميري وايي، دا به د دې هېواد ماشومانو ته يو نوی او ښه احساس ورکړي.

رویداد خبري آژانس

د متحده عربي اماراتو انجنيرانو د دې بېړۍ په جوړولو او توغولو کې له امريکايي پوهنتونونو مرسته ترلاسه کړې وه او ټاکل شوې د مريخ د اتموسفير او هلته د ژوند د اسانتیاوو په تړاو پلټنې وکړي او معلومات يې ځمکې ته را واستوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...