Home » افغانستان » مالیې وزارت د ځینو اشخاصو او بنسټونو پر عایداتو مالیه راکمه کړه
مالیې وزارت

مالیې وزارت د ځینو اشخاصو او بنسټونو پر عایداتو مالیه راکمه کړه

د افغانستان ا.ا د پرېکړې له مخې، مالیې وزارت په هېواد کې د ځینو معنوي، حکمي او حقیقي اشخاصو پر عایداتو مالیې راکمې کړي چې په ځینو برخو کې تر پنځوس سلنې رسیږي.

د نوې پرېکړې له مخې، له دې وروسته د کانونو پرته له ټولو معنوي او حکمي اشخاصو، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو پر عایداتو یوازې لس سلنې مالیه اخیستل کیږي.
دا کچه له دې مخکې شل سلنې وه.

له دې ور اخوا، د هغو اشخاصو لپاره مالیه معاف شوې چې کلنۍ عاید یې ۱۲۰ زره افغانۍ وي.
له دې مخکې دا کچه ۶۰ زره افغانۍ وه.
مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې صفر اعشاریه پنځه سلنې ته راښکته کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سیکا سازمان کې د افغانستان په دايمي غړيتوب خبرې شوې

په قزاقستان کې د افغانستان ...