Home » افغانستان » لاوروف: د افغانستان ثبات ته باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري زیاته شي
سرګي لاوروف

لاوروف: د افغانستان ثبات ته باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري زیاته شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي چې مسکو په افغانستان او یا د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د پوځي زېربناوو هر ډول ځای پر ځای کېدل، په هر نوم او پلمه چې وي، نه مني.
ښاغلي لاوروف ویلي، د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې چې دا ډول پوځي حضور د بې‌ثباتۍ او شخړو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د کابل د ترهګرۍ ضد ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د مادي، تخنیکي او تخصصي مرستو برابرول د ټولو اړخونو په ګډه ګټه دي.
نوموړي د افغانستان بشري وضعیت لا هم ستونزمن بللی او د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ یې ویلي چې په راتلونکي ژمي کې به څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ شي او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.
لاوروف ویلي، د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو په کچه هڅو ته اړتیا ده او روسیه به افغانستان ته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. د هغه په خبره، ټاکل شوې د روسیې د بشري مرستو یوه بله جوپه په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې افغان چارواکو د ټاپي په ګډون د سیمه‌ییزو انرژۍ پروژو ته خپله ژمنتیا بیا څرګنده کړې ده. د هغه په وینا، په افغانستان کې د برېښنا د پراختیا پنځه کلن پلان هم تصویب شوی او تېر کال له څه باندې سلو هېوادونو سره د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ کچه ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
لاوروف هیله څرګنده کړې چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه به د یوه خپلواک او باثباته هېواد په توګه د افغانستان له لا ټینګښت او په سیمه کې د سولې او تفاهم له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د تاوتریخوالي له امله مرګ‌ژوبله ۸۳ سلنه زیاته شوې

د پاکستان د امنیتي څېړنو ...