د لاس انجلس په شمال کې یوې نوې اورلګېدنې د امریکا چارواکي اړ کړل چې تر چهارشنبې د سلواغې تر ۳مه پورې د زرګونو خلکو د وتلو امر وکړي.
د کاسټیک جهيل ته نږدې د غونډیو په لمنو کې اورونه په چټکۍ سره خپاره شول، چې په دوو ساعتونو کې یې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه وسوځوله. د سانتا انا سیمې د تېزو بادونو له امله اورلګېدنه نوره هم پراخه شوې ده.
د کاسټیک جهيل شاوخوا، چې د لاس انجلس شمال ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، ۱۹۰۰۰ خلکو ته د وتلو امر شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې په لاس انجلس کې تېرې اورلګېدنې د ۲۷ کسانو ژوند واخیست او زرګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس