د افغانستان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا، چې خپله هم په خټه پښتون دی، پر فیسبوک پاڼې ېې د پښتنو په نقدولو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.
نوموړي د دې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:« ځان مشر او د دې خاورې اصلي خاوند ګڼې، او هر هیوادوال دې چې ستا د فکر سره جوړ نه وي، د پردي او جاسوس ټاپه پری وهې. وطنداري او ورورګلوي خو په خدای که په دې کرکې او کینې وشي. ته چې ونشی کړی چې په افغانستان عاشق فرهاد دریا د خپل هیوادوال په توګه وزغمې، بیا نو څنګه کولی شی چې د بل هیوادوال سره دې د یووالي په شعار او ټولشموله افغانستان ته به ورسیږی؟»
لیکوال او ژورنالیست اجمل اند د نوموړي په غبرګون کې لیکلي:«هغه ( ټاپې ) چې نوموړې په مجموعي توګه د لسګونو ميلونو وګړو پر يو توکم لګولي، يو ولس ته څرګند سپکاوی دی. دا د ښاغلي دريا لومړی ځل هم نه دی بلکې تر دې مخکې يې هم په خپلو څرګندونو خپلو مينه والو کې د یو قوم یا توکم پر وړاندې کرکه هڅولې ده.»
ژباړن او ليکوال مير احمد ياد ښاغلي دريا ته په غبرګون کې ویلي:«تاسې یو ځل د جاوېد امیرخیل یا هارون باچا لایف کنسرټونه او هغوی سره د خلکو مینه وګورئ، باور لرم چې ذهن به مو یو څه بدل شي. البته د ډم، دلاق، سازنده… او نورې توهین آمزه… کلمې په هره ژبه کې د ځینو لوېدلو خلکو په قاموسونو کې وي، خو معنی دا نه ده چې دا قاموس ګني له همدې کلمو ډک دی او نور په کې څه نشته. »
ارشاد رغاند بيا فرهاد دریا خپله هم د يوه پښتون په توګه د پښتنو پر اوسني وضعيت پړ ګڼلی، خو ورسره شوي مخالفتونه ېې نقد کړي:«فرهاد دریا خپله هم د يوه پښتون په توګه د نقد کړي وضعيت په اړه مسوول او د نقد وړ دی، خو هغه ته له ورکړو ځوابونو ما داسې وګڼله لکه دريا چې تر ټولو غټ قاتل، د وطن دښمن او زموږ د ټولو بحرانونو مسوول وي.هیله ده خپل ټول غیرت او جذبات د يوه بې وسه هنرمن خلاف ونه کاروئ، نور خلک هم شته!»
فرهاد دریا د خلکو غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی.
هغه په وروستيو کې څو ځله د منتقدینو له لوري ېې د ځينو پښتون ضدو کړيو څخه په اغېزمنیدو او پښتنو ته په بد نظر کولو تورن شوی، خو نوموړي داسې تورونه رد کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس