Home » سیمه او نړی » غزه کې اسراییلي ځواکونو پر مرسته غوښتونکو ډزې کړي ٦٧ کسان یی وژلي

غزه کې اسراییلي ځواکونو پر مرسته غوښتونکو ډزې کړي ٦٧ کسان یی وژلي

د رویترز خبري رسنۍ خبر ورکوي چې غزې د روغتیا وزارت معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان هغه مهال د اسرايیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي، چې د ملګرو ملتونو خوراکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې په شمالي غزه کې انتظار کاوه.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ شوې، چې له امله یې لسګونه نور کسان هم ټپیان شوي دي. روغتیايي چارواکي وایي، دا د هغو خونړیو پېښو له ډلې یوه ده چې په تېرو څو ورځو کې یې د مرستو د تمې پر مهال خلک له مرګ ژوبلې سره مخ کړي دي.

یوازې د شنبې په ورځ ۳۶ کسان د ورته پېښې له امله وژل شوي وو، او د غزې په سویل کې د بل مرستیز ځای ترڅنګ هم شپږ کسان وژل شوي دي. د اسراییلي پوځ له لوري په یوه بیان کې ویل شوي، چې پوځیانو یې په شمالي غزه کې پر یوه پراخې غونډې “خبراوي ډزې” کړې دي، څو د هغوی له خوا راپورته شوی “فوري ګواښ” له منځه یوسي. هغوی ادعا کوي چې د تلفاتو لومړني راپورونه ښایي مبالغه شوي وي، او دا چې دوی “هیڅکله هم د بشري مرستو موټر قصداً نه په نښه کوي.”.خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، د غزې له خاورې تر ننوتلو وروسته، د خوراکي توکو یو کاروان چې ۲۵ موټرې پکې شاملې وې، له سختو وږو خلکو سره مخ شو، چې وروسته ورباندې ډزې وشوې.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، یادو خلکو یوازې مرستې غوښتې. د غزې ځايي ډاکټران وايي، ډېری وژل شوي او ټپیان شوي کسان هغه ملکي وګړي وو، چې د ملګرو ملتونو د مرستو په تمه د خوراکي توکو وېش ځای ته ورغلي وو. د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی. په عین حال کې، د اسراییلي پوځ ویاند ویلي دوی به د غزې پر بېلابېلو برخو باندې خپلې عملیات پراخ کړي.

بل لور ته د یرغمل شوو کسانو کورنۍ اندېښنه لري، چې د جګړې پراخېدو سره به د هغوی عزیزان له خطر سره مخ شي. له دې ټولو سره، د کلیسا پر یوه هدف شوي برید وروسته، پاپ فرانسیس جګړه “وحشیانه” بللې او د سولې غږ یې کړی دی.

شریکول:

About Siar Khalid

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه رسمي اعلامیه کی خپلو وګړو ته د خوندیتوب سپارښتنه کړی

د ۲۰۲۵ کال د مې ...