د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی قومندان او د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، ظاهر قدیر، امریکا ته سپارل شوی دی.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، نوموړی به د جولای په ۱۰مه د نیویارک د منهټن فدرالي محکمې ته د هیرویینو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو د تورونو په تړاو حاضر کړل شي.
امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې ظاهر قدیر د نشهیي توکو او وسلو د قاچاق له یوې پراخې شبکې سره تړاو لري او مشري یې کوله.
د خپروشويو مالوماتو پر بنسټ، که پر نوموړي لګېدلي تورونه په محکمه کې رښتيا ثابت شي، نو ښايي له لسو کلونو او يا عمري بند پورې په بند محکوم شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس