د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې غوښتي، چې د له ځنډ پرته دې له اوکراين سره د جګړې بندولو او سولې ته د رسېدو په موخه مذاکراتو ته کېني.
نوموړي ويلي، که مسکو د سولې په موخه خبرو ته حاضر نه شي، نو روسيه ښايي په لوړه پيمانه دومره زيان ومومي، چې د جبرانولو لپاره به يې نسلونو ته اړتيا وي.
زلينسکي دغه راز تور پورې کړی چې د روسيې ځواکونو د جګړې او درنو بمباريو له امله، له ماريو پول ښار څخه د عامو ولسي خلکو د ايستلو بهير مخه نيول شوې ده.
خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بيا هغې نمانځغونډې ته په وينا کې چې اته کاله وړاندې له روسيې سره د کرېميا سيمې يو ځای کېدو په مناسبت نيول شوې وه وويل، روسيه هغه پلانونه چې جوړ کړي يې دي، پلي کوي يې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس