Home » افغانستان » روسیه د تاجکستان او افغانستان پولې ته ځانګړې پاملرنه کوي
د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف

روسیه د تاجکستان او افغانستان پولې ته ځانګړې پاملرنه کوي

د روسیې دفاع وزیر اندري بیلوسوف وايي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د روسي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه زیاته کړې چې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه د بهرنیو ګواښونو د مخنیوي لپاره په چمتووالي کې ده.
بیلوسوف ویلي، روسیه او تاجکستان د دغې پوځي اډې د کارونې په برخه کې نږدې همکاري لري، او د دواړو هېوادونو وسله‌وال ځواکونه ګډ روزنیز، عملیاتي او پوځي تمرینونه ترسره کوي.
د روسیې دفاع وزیر همداراز ویلي، چې مسکو د تاجکستان د هوايي واحدونو، بې‌پیلوټه الوتکو سیسټمونو او ځانګړو ځواکونو په جوړولو کې مرسته کوي او د پوځي پرسونل د روزنې په برخه کې هم له دوشنبې سره همکاري کوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې د افغان محصلانو پر طبي زده‌کړو بندیز

د لاهور د روغتیايي علومو ...