Home » افغانستان » د کابل ښار په ویالو کې د کثافاتو ټولېدل؛ چاپېریال او د ښاریانو روغتیا ته ګواښ
د کابل ښار په ویالو، کانالونو او د سړکونو پر غاړو د کثافاتو ټولېدل

د کابل ښار په ویالو کې د کثافاتو ټولېدل؛ چاپېریال او د ښاریانو روغتیا ته ګواښ

د کابل ښار په ویالو، کانالونو او د سړکونو پر غاړو د کثافاتو ټولېدل د چاپېریال د ککړتیا او بد بوی ترڅنګ د اوبو د جریان لارې بندې کړي او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر یې ډېر کړی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او د کثافاتو د منظم ټولولو او له هغو کسانو سره د جدي چلند غوښتنه کوي چې کثافات په ویالو او د سړکونو پر غاړو غورځوي.
د کابل یو تن اوسېدونکی برکت‌الله رویداد خبري اژانس ته وایي، په ویالو او د سړکونو پر غاړو د کثافاتو غورځول نه یوازې چاپیریال ککړوي، بلکې د ښاري اوسېدنې پر فرهنګ هم منفي اغیز کوي.
د نوموړي په وینا، په ویالو کې د کثافاتو ټولېدل، په ځانګړې توګه د اورښتونو پر مهال د اوبو د جریان مخه نیسي او سړکونو ته د اوبو د راوتلو لامل کېږي؛ هغه وضعیت چې موټرچلوونکي او پلي تګ راتګ کوونکي له ستونزو سره مخ کوي.
برکت‌الله د یو شمېر ښاریانو ناسم چلند د کثافاتو د ټولېدو له اساسي لاملونو څخه بولي او د کابل له ښاروالۍ غواړي چې له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې کثافات په ویالو او د سړکونو پر غاړو غورځوي او د دې ډول کړنو د مخنیوي لپاره نغدې جریمې وټاکي. نوموړی دغه‌راز د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي خپرونې د ښاریانو د چلند په بدلون او د ښار د پاکوالي په ساتنه کې اغېزناک بولي.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی هم وایي چې د استوګنې په سیمو کې د ویالو او شاوخوا ځایونو د ښځلو ټولېدل د بد بوی، د حشراتو د ډېرېدو او د اوبو د جریان د بندېدو په څېر ستونزې رامنځته کوي او د اوسېدونکو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.
نوموړی له ښاریانو غواړي چې خپلې ښځلې په ټاکل شوو ځایونو کې واچوي او د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له خپرولو ډډه وکړي. دغه اوسېدونکی له ښاروالۍ هم غواړي چې ویالۍ په منظمه توګه پاکې او د کثافاتو د راټولولو بهیر لا پياوړی کړي.
ورته مهال، د کابل ښاروالۍ ویاند فضل‌الرحمن رحماني له رویداد خبري اژانس سره په خبرو کې وایي چې دې ادارې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کانالونو او د اوبو ویالو جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړي او تر اوسه یې زرګونه متره کانالونه او د اوبو ویالۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د نوموړي په وینا، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي د ښار په ۲۲ ناحیو کې په دوامداره توګه د کانالونو او ویالو د پاکولو چارې ترسره کوي او هره ورځ زرګونه ټنه ښځلې راټولوي او د کثافاتو ښخولو ټاکل شوو ځایونو ته یې لېږدوي.
رحماني له ښاریانو غواړي چې په ویالو او کانالونو کې د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي څو د اوبو د جریان مخه ونه نیسي.
بلخوا، د چاپېریال ساتنې عمومي اداره په ویالو، کانالونو او د پلونو لاندې د ښځلو ټولېدل، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د چاپېریال له جدي ستونزو څخه بولي.
د یادې ادارې د ککړتیاوو د تنظیم او کنټرول مسوول انجنیر طوفان جبران رویداد خبري اژانس ته وایي، د کثافاتو ټولول د ښار د پاکوالي او ښکلا ترڅنګ د اوبو او خاورې سرچینې هم ککړوي. نوموړی خبرداری ورکوي چې خاورې او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینو ته د کیمیاوي موادو، درنو فلزاتو، باکتریاوو او نه‌تجزیه کېدونکو پلاستیکونو جریان پيدا کول د څښاک اوبه او کرنې او خړوبولو لپاره کارېدونکې اوبه ککړولای او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتولای شي.
نوموړی وایي، د چاپېریال ساتنې عمومي اداره د خپلو قانوني مسوولیتونو په چوکاټ د ښاري کثافاتو د چاپېریالي وضعیت پر ارزونه او د هغو د مدیریت پر بهیر څارنه کوي.
د جبران په وینا، د کثافاتو ښخولو د ځایونو څارنه، د کابل ښاروالۍ له لورې د کثافاتو د لېږد او ښخولو د بهیر ارزونه، د ښاري کثافاتو د مدیریت د ښه‌والي لپاره همغږي او په دې برخه کې همکارۍ ته د خصوصي شرکتونو هڅول د یادې ادارې له اړینو فعالیتونو څخه دي.
دولتي او خصوصي ادارو لپاره د چاپېریالي لارښوونو وړاندې کول، د چاپېریالي سرغړونو پېژندل او څارنه او د کثافاتو د مدیریت په اړه د ښاریانو شکایتونو ته رسېدګی هم د یادې ادارې له نورو مسوولیتونو څخه دي چې جبران ورته اشاره کوي.
ورته مهال، د چاپېریال ساتنې کارپوه سعید قیوم هاشمي د کثافاتو د مدیریت د یوه ټوله‌ییز سیستم نشتوالی د کابل ښار په ویالو او کانالونو کې د کثافاتو د ټولېدو له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼي.
نوموړی وایي، د کثافاتو مدیریت باید د کثافاتو له تولید او تفکیک څخه پیل شي او د ټولولو، لېږد، لنډمهاله ساتنې، بیا کارونې او په اصولي ډول ښخولو پړاوونه په کې شامل وي؛ خو د داسې یو سیستم نشتوالي د دې لامل شوی چې کثافات د ښار په بېلابېلو برخو لکه په ویالو، کانالونو او د فاضله اوبو پر لارو کې خپاره شي.
هاشمي زیاتوي، د بیا کارونې وړ کثافات باید بېاځلې وکارول شي او د امکاناتو په برابرېدو سره د کثافاتو له یوې برخې څخه د برېښنا او ګاز په تولید کې هم ګټه اخیستل کېدای شي.
نوموړی دغه‌راز خبرداری ورکوي چې ځینې خطرناک کثافات کیمیاوي مواد لري چې د ښاریانو روغتیا ګواښي. پلاستیکي کثافات هم په لنډ وخت کې د نه‌ تجزیه کېدو له امله اوږدې مودې لپاره په چاپېریال کې پاتې کېږي او د چاپېریال ککړتیا نوره هم زیاتوي.
یاد کارپوه د کثافاتو د تولید د کمولو او له لومړیو څخه د کثافاتو د بېلولو په برخه کې د ښاریانو پر مسوولیت هم ټینګار کوي او وایي چې کورنۍ عضوي، پلاستیکي، ښیښه‌یي او کاغذي کثافات په خپلو کورونو کې سره بېلولای شي څو د ټولولو او بیا کارونې بهیر یې اسانه شي.
د هاشمي په وینا، د کثافاتو اغېزمن مدیریت لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلان جوړونې، د اړینو وسایطو او تجهیزاتو برابرولو او د کارپوهانو او متخصصینو له ظرفیتونو څخه ګټې اخیستنې ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کوي چې مسوولې ادارې باید د همغږۍ او ګډې همکارۍ له لارې د کثافاتو د مدیریت د یوه اغېزمن سیستم رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
د ښار د نفوس زیاتوالی او د کثافاتو ورځ تر بلې ډېرېدونکی تولید د کثافاتو مدیریت د کابل ښار پر یوې اړینې ننګونې بدل کړی دی. د کثافاتو پر وخت ټولول، د ویالو او کانالونو منظم پاکول او د کثافاتو د مدیریت د یوه اغېزمن سیستم رامنځته کول هغه اقدامات دي چې د چاپېریال د ککړتیا او د ښاریانو روغتیا ته د ګواښونو مخه نیولای شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د عامې روغتیا وزارت کې د شپږمې مصوبې تشریح وشوه

د عامې روغتیا وزارت د ...