Home » افغانستان » د کابل په بازارونو کې د لرګیو د بیو راټیټېدل؛ د هر خروار بیه تر درې زره افغانیو کمه شوې

د کابل په بازارونو کې د لرګیو د بیو راټیټېدل؛ د هر خروار بیه تر درې زره افغانیو کمه شوې

کابل ته د لرګیو د لېږد د اجازې په صادرېدو سره پلازمېنه کې د سون‌توکو بیې راټیټې شوې دي. پلورونکي وايي، د لېږد د لارو په پرانیستل کېدو او د جوازونو په صادرېدو سره د تېر کال په پرتله د هر خروار لرګیو بیه په څرګند ډول ټیټه شوې ده.
کابل کې د لرګیو یو پلورونکی صفي وايي، تېر کال د هر خروار لرګیو بیه له ۱۲ تر ۱۳ زرو افغانیو رسېده خو اوس کابل ته د لرګیو د لېږد د اسانتیا او بازار ته د زیاتو لرګیو د رسېدو له امله بیې راټیټې شوې دي.
د لرګیو یو بل پلورونکی سردار هم د بیو ټیټېدل تاییدوي او وايي، د لارو پرانیستل کېدل او د لېږد بهیر اسانه کېدل د لرګیو د بیو د ټیټېدو له اړینو لاملونو څخه دي.
دغه‌راز محمد عالم چې د لرګیو یو بل پلورونکی دی وايي: «تېر کال به یو خروار لرګي له ۱۲ تر ۱۳ زرو افغانیو پلورل کېدل خو اوس د لارو له پرانیستل کېدو او د لرګیو د لېږد له اجازې سره بیې راټیټې شوې دي.»
ورته مهال، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د لرګیو د بیو له ټیټېدو هرکلی کوي او وايي، دغه اقدام د ژمي د موسم په درشل کې د بې‌وزلو کورنیو د اقتصادي ستونزو یوه برخه حلولای شي.
د کابل اوسېدونکی احمد وايي: «له ا.ا. مننه کوو چې د خلکو وضعیت ته یې پاملرنه کړې ده. ډېرې کورنۍ په لوړه بیه د لرګیو د پېرلو توان نه لري؛ هیله لرو چې دا بهیر دوام وکړي او د سون‌توکو بیې نورې هم راټیټې شي.»
د کابل بل اوسېدونکی حشمت‌الله د لرګیو د بیو کمېدل د بې‌وزلو کورنیو لپاره ګټور اقدام بولي او وايي: «دا پرېکړه د خلکو لپاره ښه ده؛ اوس د هر خروار لرګیو په بیه کې شاوخوا درې زره افغانۍ توپیر راغلی چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د پام وړ اندازه ده.»
د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی عرفان هم د بیو له ټیټېدو هرکلی کوي او وايي: «په هغو برخو کې چې د حکومت په واک کې دي باید د خلکو اقتصادي وضعیت، په ځانګړې توګه د بې‌وزلو کورنیو وضعیت ته ډېره پاملرنه وشي. اړینه ده چې د لومړنیو توکو د بیو د کمولو او خلکو ته د ښه ژوند د زمینې برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.»
د کابل د لرګیو پلورونکو اتحادیې رئیس امیرمحمد کابلي رویداد خبري اژانس ته وایي: «کله چې لارې پرانیستل شوې، کابل ته ډېر لرګي راغلل او بیې یې هم راټیټې شوې. تر دې مخکې د یوه خروار لرګیو بیه ۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ وه خو اوس له ۸ زره او ۵۰۰ نیولې تر ۹ زرو افغانیو پلورل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ځنګلونو د له منځه تلو د مخنیوي په موخه، د لرګیو پرې کول او لېږد له محدودیتونو سره مخ وو؛ هغه محدودیتونه چې د سون‌توکو د بیو له لوړېدو سره یوځای یې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د ژمي د اړتیا وړ توکو برابرول ستونزمن کړي وو.

راپور: خالده عمری
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...