د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې په عادي ډول روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز له لارې د توکو لېږد او راکړه ورکړه له کوم خنډ او ځنډ پرته دوام لري. د دغه وزارت په وینا، دواړه لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره په اړیکه کې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، تېره ورځ د خبري کنفرانس پر مهال ويلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له یو شمېر هندي چارواکو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د کرنې له سکټور سره د تړلو ملي او نړیوالو بنسټونو له مسئولانو سره کتلي او د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې اړوند موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
هند په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو د دوام ملاتړ کړی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ هوایي دهلېز د تازه مېوو، وچو مېوو، زعفرانو او نورو کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره مهمه لار ګڼل کېږي او دواړه لوري هڅه کوي اقتصادي همکاري لا پراخه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس