د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ملکي سیمو ترسره شوي، د وروستیو راپورونو له مخې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
راپورونه ښيي چې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو په کلي کې لومړی د یوه ملکي کور بمباري وشوه، چې له امله یې یو سپینږیری او یو ماشوم شهیدان او د کورنۍ نور غړي ټپیان شول. وروسته، کله چې د سیمې اوسېدونکي د ژغورنې لپاره راټول شول، سیمه یو ځل بیا بمبار شوه، چې په پایله کې یې ۲۸ تنه کلیوال شهیدان او ۱۵۸ نور ټپیان شول.
همداراز، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د ولوست په کلي کې د یوه استوګنیز کور د بمبارۍ له امله شپږ تنه، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان شول.
ورته مهال په کونړ ولایت کې د منورې ولسوالۍ د برولو په کلي کې هم یو ملکي کور بمبار شوی، چې که څه هم ځاني تلفات نه لري، خو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې درې استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس