د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي
د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبر ورکوي چې، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړیږي.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو روغتون منظور شوی چې د مرکز لښکرګاه د روغتونونو په څېر به معیاري او مجهز وي.
د هغه په خبره په دې روغتونونو کې به څلور ډوله روغتیایي خدمات وړاندې کېږي چې د ولسوالي د نفوسو اړتیاوو ته په کتو به تنظیم شوي وي.
روغتیایی مسوولان همداراز زیاتوي چې د روغتیایي مرکزونو جوړول د ولایت د خلکو د اساسي اړتیاوو لپاره یو مهم ګام دی.
په همدې حال کې د هلمند اوسیدونکي د یادو روغتونونو جوړیدو ته هیله څرګندوي چې روغتیایي ستونزې به یې تر ډېره هوارې شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د یاد ولایت په ډېری سیمو کې خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس