Home » افغانستان » د زغم نړۍواله ورځ؛ پر درناوي، یو بل منلو او سوله‌ییز ژوند ټینګار
زغم نړۍواله ورځ

د زغم نړۍواله ورځ؛ پر درناوي، یو بل منلو او سوله‌ییز ژوند ټینګار


د نومبر شپاړسمه د زغم له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ هر کال فکري، کلتوري او ټولنیزو توپیرونو ته د درناوي، د نورو د نظرونو د منلو او د ټولنې د بېلابېلو وګړو او ډلو ترمنځ د رغنده خبرو اترو د دودولو په موخه نمانځل کېږي.
د زغم معنا د لیدلورو د بدلونونو له پامه غورځول نه دي، بلکې موخه یې د دغو توپیرونو منل او له هغو کسانو سره سوله‌ییز چلند کول دي چې بېلابېل باورونه او اندونه لري. د دې اصل مراعتول د ټولنیزو ترینګلتیاوو په کمولو، د انساني اړیکو په پیاوړتیا او په ټولنه کې د خواخوږۍ او متقابل درناوي په پراختیا کې اړین رول لوبولای شي.
زغم دا معنا لري چې ټول انسانان، له ظاهري، ژبنیو، کلتوري او رفتاري توپیرونو سره سره حق لري په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي او د خپلو ځانګړتیاوو، باورونو او اندونو له مخې د درناوي وړ وبلل شي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې هم له نورو سره پر نرمۍ، بښنې، زغم او نېک چلند ټینګار شوی دی.
الله تعالی د آل عمران سورت په ۱۵۹ آیت کې فرمایي: «فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ». ([ای پیغمبره]) نو د الله تعالی د رحمت له امله ته له هغوی سره نرم چلند کوې او که ته تند خویه او سخت زړه وای نو هغوی به له تا څخه لرې شوي وو، له همدې امله له هغوی تېر شه او هغوی لپاره بښنه وغواړه او په چارو کې ورسره مشوره وکړه او کله چې دې د کوم کار پرېکړه وکړه نو پر الله توکل وکړه؛ ځکه الله توکل کوونکي خوښوي».
دغه‌راز، د اسلام پیغمبر حضرت محمد ﷺ هم په خپلو احادیثو کې له خلکو سره پر نرمۍ او زغم ټینګار کړی دی. له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ فِي الْأَمْرِ كُلِّهِ» (الله تعالی مهربان دی او په ټولو چارو کې نرمي او مهرباني خوښوي.»
د زغم نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په نوښت رامنځته شوه. په ۱۹۹۵ کال کې د یونسکو غړو هېوادونو د دغه سازمان د عمومي کنفرانس په اته ‌ویشتمه غونډه کې د نومبر په شپاړسمه «د زغم د اصولو اعلامیه» تصویب کړه.
یو کال وروسته له هغې په ۱۹۹۶ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نومبر شپاړسمه د زغم د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.
راپور: عاطفه فرهمند
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...