انلاین زدهکړې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د یو شمېر ځوانانو لپاره د زدهکړو د دوام او د پوهې ترلاسه کولو پر یوې اړینې لارې بدلې شوې دي؛ داسې لاره چې د درسي مضمونونو ترڅنګ یې د نویو مهارتونو د زدهکړې او د کار بازار ته د چمتووالي فرصتونه هم برابر کړي دي.
د عمومي ارواپوهنې زدهکوونکې خاطره عثماني رویداد خبري اژانس ته وایي، شاوخوا څلور کاله وړاندې یې د دولسم ټولګي له بشپړولو او د زدهکړو له یو کلن ځنډ وروسته د زدهکړو د دوام لپاره انلاین زدهکړو ته مخه کړه.
نوموړې وایي، دې لارې ورته دا زمینه برابره کړې چې د کار ترڅنګ د خپلې خوښې وړ څانګې کې هم زدهکړې وکړي. د عثماني په وینا، په دې موده کې یې د ژورنالېزم، دکلمې، ځانپېژندنې، خدایپېژندنې او سوداګرۍ په برخو کې شاوخوا ۱۷ تر ۱۸ روزنیز کورسونه بشپړ کړي دي.
ورته مهال، د برېښنا پرې کېدل، د انټرنېټ نشتون او تخنیکي ستونزې یې کله ناکله د زدهکړو بهیر له خنډ سره مخ کوي.
عثماني وایي، په دغو روزنیزو کورسونو کې ګډون د هغې د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کړې او له وخت څخه د غوره ګټې اخیستنې زمینه یې ورته برابره کړې ده. د هغې په باور، د کار او پوهنتون زدهکړو ترڅنګ د نويو مهارتونو زدهکړه په راتلونکي کې د لا ډېرو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
نوموړې دغهراز ټینګار کوي چې د موبایل، انټرنیټ او د کمپیوټر په څېر وسایلو په مرسته له شته فرصتونو څخه د بېلابېلو مهارتونو د زدهکړې لپاره ګټه اخیستلای شو.
ورته مهال، د انلاین زدهکړو یوه بله زدهکوونکې تمنا احمدي وایي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې له دې لارې خپلو زدهکړو زدهکړو ته دوام ورکوي.
نوموړې وایي، په دې موده کې یې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او دغهراز د طبابت اړوند مضمونونو لکه اناټومي، د نرسنګ مهارتونو او د تغذیې برخو کې زدهکړې کړي دي.
د احمدي په وینا، د انټرنېټ نشتون، د برېښنا پرې کېدل او کمپیوټر او موبایل ته لاسرسی نه درلودل کله ناکله د دې لامل کېږي چې پر وخت په انلاین ټولګیو کې ګډون ونشي کړای.
هغه انلاین زدهکړې د هغو ځوانانو لپاره یوه مناسبه لاره بولي چې د کورنیو محدودیتونو یا د امکاناتو د نشتوالي له امله حضوري زدهکړو ته لاسرسی نه لري. نوموړې زیاتوي چې دې لارې له هغې سره هم د نويو مهارتونو په زدهکړه کې اغېزمنه مرسته کړې ده.
د انلاین زدهکړو یوه ښوونکې رحیمه نعیمي وایي، شاوخوا څلور کاله کېږي چې په پوهنتون کې تدریس کوي او نورو ته د خپلو زدهکړو لېږدول د خپل انساني مسوولیت یوه برخه ګڼي؛ همدا هڅونه د دې لامل شوې چې انلاین تدریس ته یې هم مخه کړې ده.
د نوموړې په وینا، انلاین زدهکړو هغو کسانو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې چې د بېلابېلو ستونزو یا کاري بوختیاوو له امله په حضوري ټولګیو کې د ګډون فرصت نه لري. دا لاره هغوی سره مرسته کوي چې په ښوونیزو مرکزونو کې له فزیکي حضور پرته خپلې زدهکړې تعقیب او خپله علمي پوهه پراخه کړي.
نعیمي زیاتوي، انلاین زدهکړې د زدهکړو د دوام او پوهې ترلاسه کولو لپاره له فرصتونو سره سره خپل محدودیتونه هم لري او په بشپړ ډول د حضوري زدهکړو ځای نه شي نیولای خو د زدهکړو په بهیر کې د ډېرو کسانو د ګډون او د پوهې د پراختیا زمینه برابرولای شي.
بلخوا، د زدهکړو د برخې یوه فعاله تفسیر سیاهپوش دا لاره د هغو زدهکوونکو لپاره یو ارزښتناک فرصت بولي چې له حضوري زدهکړو بېبرخې پاتې شوي خو ټینګار کوي چې دا لاره د ښوونځي او د ښوونکي او زدهکوونکي ترمنځ د مخامخ اړیکو بشپړ بدیل نه شي کېدای.
د هغه په وینا، د برېښنا او ثابت انټرنېټ نشتون، د انټرنېټ لوړ لګښت، د ښوونیزو وسایلو کمښت، د مطالعې لپاره د مناسب چاپېریال نشتون او له ښوونکي سره د مستقیمې اړیکې نشتوالی هغه اړینې ستونزې دي چې د زدهکړو پر کیفیت اغېز کوي.
هغه زیاتوي، دې لارې د ژبو، ټکنالوژۍ، پروګرام جوړونې او سوداګرۍ په څېر د مهارتونو د زدهکړې زمینه برابره کړې او د خلکو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي خپلواکۍ په برخه کې اړین رول لوبولای شی.
حضوري زدهکړو ته د لاسرسي ستونزو، په ځانګړې توګه د یو شمېر زدهکوونکو او نجونو لپاره د بدیلو ښوونیزو لارو د کارولو ارزښت ډېر کړی دی. د ټیلیفون، کمپیوټر او انټرنېټ پراخې کارونې د انلاین ټولګیو او روزنیزو کورسونو د جوړېدو زمینه برابره کړې خو سره له دې د برېښنا پرې کېدل، د ثابت انټرنېټ نشتون، د انټرنېټي خدمتونو لوړ لګښت او د ښوونیزو وسایلو کمښت لا هم دې لارې ته منظم لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي.
راپور: شګوفه نورزۍ
ژباړه: فوزیه حسنخېل
انلاین زده کړې
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس