د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د حضرت عبدالله ابن مسعود د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت وایي، چې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۲ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د سویدن کمیتي په مالي مرسته جوړه شوې، چې ۱۰ ټولګي، ۲ اداراي خونې، لس غرفې تشنابونه، د احاطې دیوال، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري چې په جوړیدو سره يې ۹۳۶ زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.
د تخار ولایت د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار په جوړه شوې غونډه کې وویل: موږ د سویډن کمیټي له هر اړخیزو مرستو مننه کو، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې يې زیربنایی ودانۍ او محلي ټولګي جوړ کړل، همدارنګه ښوونیز بنسټونه یې په اړینو توکو سمبال کړل او ترڅنګ یې د پوهنې کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې زمینه هم برابره کړه.
همداراز نوموړي د پوهنې ریاست چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د ودانیو ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي او له ځايي خلکو یې وغوښتل څو د ښوونې او روزنې بهیر څخه ملاتړ وکړي.
په شمال ختیځ زون کې د سویډن کمیټې مشرهوشنګ وویل چې پخوا په پرتله به د تخار پوهنې سره لا ډيرې مرستې وکړي همداراز د ښوونخیو د بریښنا ستونزه به هم په نږدې راتلونکي کې هواره کړي.