Home » افغانستان » د بشري حقونو نړيوال بنسټ د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې
IHRF

د بشري حقونو نړيوال بنسټ د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د نړیوال بشري حقونو بنسټ (IHRF) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او له زیانمنو کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ياد بنسټ په اعلاميه کې ویلي، چې د ملکي کورونو او د مرستندویه هڅو پر مهال د خلکو د په نښه کېدو راپورونه د نړیوال بشري قانون له مخې جدي اندېښنې راپاروي.دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید د هر ډول پوځي عملیاتو لومړیتوب وي او د نړیوال بشري قانون د تفکیک، تناسب او احتیاط اصول باید په بشپړه توګه مراعت شي.
د بشري حقونو نړيوال بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د یادو بریدونو د څرنګوالي، قانوني بنسټ او د هدف ټاکلو د تګلارې په اړه روڼتیا رامنځته کړي او له خپلواکو او بې پرې نړیوالو څېړنو سره بشپړه همکاري وکړي.
همدارنګه IHRF له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غوښتي چې د پېښې په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي، اغېزمنو سیمو ته د بشري مرستو رسولو زمینه برابره کړي او د نړیوال قانون د هر ډول سرغړونې په صورت کې د حساب‌ورکونې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...